کرزى: مامورين دې د کانديدانو په ګټه دولتي امکانات نه کاروي

جمهور رییس حامد کرزي په انتخاباتو کې د د دولتي کارکوونکو او مقاماتو د بې طرفۍ په اړه یو نوی فرمان ورکړ.

د جمهور رییس په دې درې ماده يي نوي فرمان کې دولتي مامورنیو او مقاماتو ته خبرداری ورکړل شوی چې؛ که په انتخاباتو کې د بې طرفه پاتې کیدو له دې فرمان څخه یې سرغړونه وکړه نو عدلي تعقیب به شي.

په دې فرمان کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو؛ ویل شوي چې، دولتي کارکوونکي او مقامات باید د کوم کاندید په ګټه دولتي امکانات ونه کاروي.

په دې فرمان د لومړۍ مادې په لسمې فقرې کې راغلي چې؛ په رسمي وخت کې دولتي کارکوونکي د کاندیدانو په انتخاباتي کمپاینونو کې برخه نه شي اخیستلای.

د یوه مشخص کاندید یا سیاسي ایتلاف په ګټه د دولتي اسانتیاوو او منابعو نه کارول؛ د یوه کاندید په ګټه یا تاوان له دولتي موقف څخه ګټه نه اخیستل یې نور موارد دي چې؛ په فرمان کې دولتي کارکوونکو ته په ګوته شوي دي.

جمهور رییس تر دې مخکې په یوه بل فرمان کې له امنیتي ارګانونو او ځواکونو هم غوښتي وو چې؛ د ۲۰۱۳ کال د حمل د میاشتې د شپاړسمې نیټې په انتخاباتو کې بې طرفه پاتې شي.

خو فیفا او د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنیاد وايي چې؛ ځینو کاندیدانو حتی د خپلې کاندیداتورۍ په لومړۍ ورځ د نوم لیکنې لپاره هم له دولتي امکاناتو ګټه اخیستې.

د فیفا رییس نادر نادري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ولسمشرۍ نوماندانو د نوم لیکنې د بهیر په اړه ویلای شو چې؛ له بده مرغه هغو کسانو چې تر اوسه ځانوه کاندید کړي دي، له دوی سره یو شمېر حکومتي چارواکي او حکومتي موټرونه د نوم ثبتولو لپاره تللي دي او دوی د بې طرفي اصل نقص کړ دی."

ښاغلي نادري وویل، دولت باید هغو کسانو ته سزا یا جریمه وټاکي چې؛ د کاندیدانو په ګټه له دولتي امکاناتو ګټه اخلي.

په دې وروستیو ورځو کې ولیدل شول چې؛ د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د رییسانو او ځینو غړو په ګډون یو شمیر دولتي چارواکو له خپلو دولتي موټرو او ساتوونکو سره د ځينو کاندیدانو د نوم لیکنې بدرګه وکړه.

د جمهوري ریاست په تیرو انتخاباتو کې هم په دې ټینګار شوی و چې؛ باید دولتي ارګانونه او کارکوونکي په انتخاباتو کې مداخله ونه کړي او د کاندیدانو لپاره کمپاینونه ونه کړي؛ خو په ځینو مواردو کې له دې اصل څخه ښکاره سرغړونې هم وشوې.

ځينې کتونکي د جمهور رییس وروستي فرمانونه ښه بولي؛ خو پر عملي کېدو یې شک څرګندوي.