د افغانستان جمهوري ریاست د کاندیدانو شمیر لسو ته ورسیده.
سرور احمدزي نن سهار د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د یوه کاندید په توګه خپل نوم ثبت کړ.
بل خوا د سوداګرۍ او صنایعو وزیر انوارالحق احدي د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیدیدو لپاره له خپلې دندې استعفا وکړه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند وحیدالله غازي خیل ازادي راډیو ته دا خبره تایید کړه او ویې ویل چې، د سولې د شورا غړی محمد اسمعیل قاسمیار او د صبغت الله مجددي ورور حشمت الله مجددي به یې مرستیالان وي.
پرون د ملي دفاع پخوانى وزير عبدالرحيم وردګ، د ولسي جرګې غړى سيد اسحق ګېلاني، قطب الدين هلال، حشمت غني احمدزي او دل آقا کوهدامني د جمهوري ریاست د کاندیدانو په توګه خپل نومونه ثبت کړل.
ډاکتر عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، بسم الله شیر او فضل کریم نجیمې نور کاندیدان دي.