د چک جمهوریت ۳۸ تنه پوځیان له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه شول

د چک جمهوريت هغه ٣٨ تنه پوځيان چې په ميدان وردګ ولايت کې يې پوځي وظيفه ترسره کوله پرون خپل هېواد ته ستانه شول.

دغو پوځيانو د مشورتي ډلې په توګه د ناټو په چوکاټ کې دنده ترسره کوله، چې د سخت دريځو وسلوالو پرضد يې له افغان ځواکونو سره په پوځي پلان جوړونه او د عملياتو په کنټرول کې مرسته کوله.

د چک خبري اژانس په حواله، دوى شپږ مياشتې په افغانستان کې تېرې کړې.

چکي پوځيانو تېره مياشت په لوګر ولايت کې خپل پنځه کلن ماموريت پايته ورساوه، چې هلته يې د ولايتي بيارغونې ډله هم درلوده.

د دې ډلې وروستى پوځي به د اکتوبر په نيمايي کې خپل هېواد ته ستون شي.