په اروپايي پارلمان کې يوې سياسي ډلې د اوکراين له حکومت نه وغوښتل چې؛ ژر تر ژره دې پخوانۍ صدراعظمه "يوليا تيموشينکو" له بنده خوشې کړي.
د اروپا د خلکو ګوند دغه غوښتنه پرون په داسې حال کې وکړه چې؛ د هغې د خوشې کېدو اوازې ګرمې شوي، چې د درملنې لپاره به جرمني ته ولېږل شي.
دا اوازې وروسته تر هغه تودې شوې چې د تيموشينکو مدافع وکيل سرهي ولاسينکو د جمعې په ورځ وويل د اروپايي ټولنې دوو استازو د اوکراين له ولسمشر ويکتور يانوکوويچ سره وکتل چې ورڅخه غواړي څو تيموشينکو ته عفو وکړي.