د پولنډ د بهرنيو چارو وزیر وايي په سوریه کې تښتول فوټو ژورنالیست ژوندی دی

د پولنډ د بهرنيو چارو وزارت وويل؛ يو پولنډى فوټوژورناليست چې په جولاى مياشت په سوريه کې تښتول شوى و، ژوندى دى.

ازاد فوټوګرافر، "مارڅين سودر" په شمالي ښارګوټي "سراقب" کې د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه کې وروسته له هغه وتښتول شو؛ چې نامعلومو وسله والو پر يوه مطبوعاتي مرکز بريد وکړ.

چا د دې تښتونې مسووليت نه دى منلى.

د پولنډ د بهرنيو چارو وزير "رادِک سيکورسکي" RMF راډيو ته وويل؛ چې سودر ژوندى دى، ده د دې خبريال د روغتيايي وضعيت او د ساتنې د ځاى ځايګي په اړه نور جزئيات ورنه کړل.