په لومړي ساعت کې د ۱۳۹۳ لمریز کال د انتخاباتو لپاره په تیاریو، د کاندیدانو او رای ورکوونکو په نوم لیکنې او امنیتي تدابیرو خبرې کوو.
خو دوهم ساعت، چې د مازدیګر له ۴ پیلېږي او تر پنځو بجو پوري دوام کوي، د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم وروستۍ بریا ته ځانګړی شوی دی. د کرکټ د ملي ټیم اتلان او مسوولان مو مېلمانه کړي دي.
د کاندیدانو د نوم لیکنې لپاره ټاکل شوې موده مخ په ختمېدو ده. په تېرو دوو ورځو کې ګڼو کسانو د ولسمشرۍ او ولایتونو شوراګانو د کاندیدانو په توګه د انتخاباتو په خپلواک کمیسون کې نومونه ثبت کړي او لا هم دا لړۍ دوام لري.
له دې سره د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د میاشتې انتخاباتو د خلکو توجه لا زیاته ځان ته اړولې ده. په هر مجلس کې د انتخاباتو، کاندیدان او احتمالي ګټونکو په اړه خبرې کېږي.
د انتخاباتو د امنیت لپاره څه تدابیر نیول شوي، د نوم لیکنې له پروسې خلک څومره راضي دي. دا او دې ته ورته نورې پوښتنې به په دې خپرونه کې له خپلو مېلمنو سره شریکې کړو.
خو په دوهم ساعت کې مو د کرکټ د وروستۍ بریا په ویاړ د کرکټ بورډ مسوولان مېلمانه کړي چې د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام لپاره پر خپلو پلانونو خبرې وکړي.
Your browser doesn’t support HTML5
تر شنه اسمان لاندې - لومړۍ برخه
Your browser doesn’t support HTML5
تر شنه اسمان لاندې - دويمه برخه