د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، د امریکا د حکومت د یوې برخې بندیدل نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې؛ واشنګټن خپلې مالي او سیاسي ستونزې نه شي حل کولای.
کري چې د اسیا پاسفیک د اقتصادي همکارۍ په غونډه کې د ګډون په مقصد دا مهال د انډونیزیا په بالي کې دی؛ دغه راز یې وویل، په ټوله نړۍ کې د امریکا دوستان او دښمنان باید اشتباه ونه کړي؛ په دې معنی چې د امریکا د حکومت د یوې برخې بندیدل له یوه سیاسي حرکت پرته نور څه نه دي.
کري وروسته له هغې د آسیا پاسفیک اقتصادي مشریزې غونډې کې د امریکایي هیات مشري وکړه چې؛ جمهور رییس بارک اوباما د حکومت د یوې برخې د بندښت له امله په غونډه کې خپل ګډون لغوه کړه. دا آسیا پاسفیک د اقتصادي همکارۍ غونډه د اکتوبر له پنځمې نه تر اوومې پورې دوام کوي.
له بلې خوا، د امریکا متحده ایالاتو د فدرال حکومت د یوې برخې د بندیدو له امله له اروپایي اتحادیي سره د آزادې سوداګرۍ خبرې وځنډولې.
د امریکا د سوداګرۍ استازي "مایکل فرومان" د اروپایي اتحادیي د سوداګرۍ کمشنر "کاریل ډي ګوخت" ته ټیلفون وکړ او ورته یې وویل، چې امریکایي چارواکي د فدرالي حکومت د یوې برخې د بندیدو له امله په راتلونکي اوونۍ کي بروګسل ته سفر نشي کولاي.
ټاکل شوې وه چې، واشنګټن او اروپایي اتحادیه په راتلونکي اوونۍ کي د ترانز اتلنتیک د سوداګرۍ او پانګوونې خبرو دوهم پړاو پیل کړي.