افغان حکومت د ناروې د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ څرګندوې رد کړې

د افغانستان جمهوري ریاست د ناروې د بهرنیو چارو دوزارت هغه څرګندونې رد کړې؛ چې وایي، افغان حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او اداري فساد پر ضد مبارزې کې جدي هلې ځلې نه دي کړي.

د جمهور رییس حامد کرزي ویاند ایمل فیضي آزادي راډیو سره خبرو کې وویل؛ د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی یوه ټولنیزه او فرهنګي ستونزه ده او د حل لپاره یې وخت ته اړتیا ده.

د ناروې د بهرنیو چارو لپاره د دولت وزیر "تورګییر لارسین" د جمعې په ورځ په یوه بیان کې ویلي وو چې؛ په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او اداري فساد پر ضد مبارزې کې د افغان دولت د نه جدیت له امله به په ۲۰۱۴م کال کې خپلې مرستې په سلو کې ۷ کمې کړي.

ناروې ژمنه کړې چې، تر ۲۰۱۷م کاله پورې به هرکال افغانستان ته ۱۲۶ میلونه ډالره مرسته ورکوي؛ خو وایي چې، دا رقم به په راتلونکي کال کې ۱۱۷ میلونو ډالرو ته راټيټ کړي او دا ځکه چې کابل ونشو کړای خپلې ژمنې عملې کړي.