کوبش: افغان مشران دې په انتخاباتي سیالیو کې د شخصیتونو پرځای پر ملي اجنډا بحث وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی وایي چې؛ په افغانستان کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات به د دې هېواد په تاریخ کې په ډیموکراټیک ډول د سیاسي قدرت لومړنی انتقال وي.

یان کوبیش دغه راز وویل، افغان مشران باید په انتخاباتي سیالیو کې د شخصیتونو پرځای، پر ملي اجنډا بحث وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي دغه راز وویل؛ د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو لپاره تر اوسه د نیول شویو تیاریو او ترتیباتو په اړه خوښ دی.