ولسمشر بارک اوباما به یو قانون لاسلیک کړي

ټاکل شوې ده چې؛ ولسمشر بارک اوباما به یو قانون لاسلیک کړي چې له مخې به یې هغو عراقیانو ته امریکا د سفر د ویزو د ورکولو زمینه برابره شي چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی دی .

هغه عراقیان چې د امریکايي ځواکونو سره یې د ترجمانانو او لارښونکو په توګه کار کړی او اوس یې ژوند په خطر کې دی له دې فرصت څخه ګټه اخیستلی شي.

د امریکا د کانګرس غړیو په یوه رايي اچونه کې، د مهاجرت د ویزو ځانګړی پروګرام د درې میاشتو لپاره تمدید کړ.

د دې پرواګرام پخوانۍ موده د نوې مالي کال په پیل کې چې په همدې اونۍ کې پیل شو پای ته رسیدلی و .

د یو راپور له مخې له ۲۰۰۷ م کال راهیسې له دې پروګرام څخه په ګټې دولس زره عراقیان له کورنیو سره د امریکا متحدو ایالتونو ته کډه شوې دي .