ولسمشرحامد کرزي له قومي متنفذینو او دیني عالمانو څخه غوښتي دي چې خلک په انتخاباتو کې ګډون ته وهڅوي.
ولسمشرکرزي په خپله پنځلس ورځنۍ راډیويي وینا کې چې متن او غږ یې د جمهوري ریاست پر ویبپاڼه خپور شوی همداراز له خلکو غوښتي چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره همکاري وکړي:
(له ټولو مشرانو، دیني عالمانو او د کلیو بانډو له قومي مخورو څخه هیله لرم چې د خپلو کلیو، بانډو خلک نوم لیکنې او د رای ورکولو د کارتونو اخیستو ته وهڅوي او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له موظفینو سره په اړوندو چارو کې مرسته وکړي.)
ښاغلي کرزي له خلکو څخه هم غوښتنه وکړه چې د رای ورکولو کارتونه واخلي او په انتخاباتو کې ګډون وکړي.
د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راروان ۱۳۹۳ کال د حمل په شپاړسمه نېټه په پام کې دي.