په پام کې ده چې؛ د افغانستان او کېنیا د کرکټ ټیمونه نن په متحده عربي اماراتو کې یو ورځنۍ لوبه وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د چارشنبې په ورځ د کېنیا ټیم ته په بېساري توپیر سره ماتې ورکړه.
افغان لوبغاړو یوه شل اووریزه لوبه په ډېر توپیر سره له کېنیا څخه وګټله خو د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک آزادۍ راډیو ته وویل، نننۍ لوبه چې د دواړو ټیمونو دوهمه پنځوس اووریزه لوبه ده، ډېره مهمه ده.
نننۍ لوبه د افغانستان او کېنیا ترمینځ د هغو لوبو په لړ کې ترسره کېږي چې د تېرې دوشنبې په ورځ پیل شوې او دوه شل اووریزې، دوه پنځوس اوریزې او یو ټسټ مچ لوبې پکې شاملې دي.
د پلان له مخې افغانستان به یوه پنځوس اووریزه لوبه نن وکړي، بله لوبه چې څلورورځنۍ ټسټ مچ به وي د اکتوبر له شپږمې تر نهمې په پام کې ده او دوهمه شل اووریزه لوبه به د اکتوبر په یوولسمه وي.