د ترکېې پارلمان د سوريي په اړه یوه لایحه د یوه بل کال لپاره تمدید کړه

د ترکېې پارلمان پرون هغه لایحه د یوه بل کال لپاره تمدید کړه چې د اړتیا په صورت کې ترکي ځواکونو ته، سوریې ته د ننوتو اجازه ورکوي.

دا طرح د حاکم AKP ګوند له خوا چې په پارلمان کې پراخ اکثریت لري د تصویب لپاره وړاندې شوې وه.

د ترکېې حکومت وايي چې د اسد رژیم له خوا د کېمیاوي وسلې کارول، د ترکېې لپاره چې له سوریې سره ۹۰۰ کېلومتره ګډ سرحد لري جدي او سمدستي ګواښ پېښوي، خو مخالفین یې استدلال کوي چې دا اقدام ښايي ترکېه په جګړه کې ښکېل کړي.

په دې برخه کې د اوسنۍ لایحې اعتبار نن پای ته رسېږي. د ترکېې پارلمان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ کال کې وروسته له هغه ترکي ځواکونو ته سوریې ته د ننوتو اجازه ورکړه چې په یوه سرحدي سیمه کې د سوریې د پوځ د توپونو د ډزو په نتیجه کې پنځه ملکي ترکان ووژل شول.