یو جګپوړي امریکايی مقام وايي، چې پر ایران لګول شوي اساسي بندیزونه به ترهغه وخته پرځای وي چې؛ تهران د خپلو ټولو اټمي فعالیتونو په برخه کې د اندېښنو د لېرې کولو لپاره د منلو وړ ګامونه پورته نه کړي.
په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویندې شېرمن دا څرګندونې پرون د ایران د اټمي پروګرام په اړه د سنا په استماعیه غونډې کې وکړي:
(هغه پراخ اساسي بندیزونه چې؛ موږ لګولي په دې نژدې وختو کې او ترڅو چې د ایرانیانو له خوا زموږ ټولو اندېښنو ته ځواب نه وي ویل شوي باید له مینځه ولاړ نشي.)
شېرمن همدا راز وویل چې؛ د امریکا د کانګرس غړي د ایران اسلامي جمهوريت پرضد د نویو بندیزونو له لګولو مخکې باید د اکتوبر په ۱۵ او ۱۶ په ژنیو کې له ایراني چارواکو سره د نړۍ د لویو قدرتونو غونډې ته انتظار پاتې شي.