عبدالرب رسول سیاف د کاندید په توګه خپل نوم د انتخاباتو په کمیسیون کې ثبت کړ

عبدالرب رسول سیاف د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د کاندید په توګه خپل نوم د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې ثبت کړ.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، عبدالرب رسول سیاف راتلونکو ولسمشرۍ انتخاباتو ته څلورم کاندید دی چې رسما یې نوم لیکنه کړې.

عبدالرب رسول سیاف د خپل لومړي مرستیال په توګه محمداسمعیل انتخاب کړی او ازبیک توکمه سناتور عبدالوهاب عرفان یې دویم مرستیال دی.

له دې مخکې بسم الله شیر،عبدالله عبدالله او فضل کریم نجمي د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره هغه درې کاندیدان دي چې د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې یې رسما نوم لیکنه کړې ده.

تمه ده ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات د راروان لمریز کال د حمل په شپاړسمه نیټه وشي.