د امریکا پنځه اتباع د تاجکستان په جنوب ختیځ کې د افغانستان سرحد ته نژدې د بدخشان په ولایت کې تري تم شوې دي.
په دوشنبې کې د امریکا د سفارت د رسنیو څانګې نن ازادي راډیو ته وویل، دغه امریکایان تاجکستان ته د بیړۍ ځغلولو لپاره راغلي و.
د دغو کسانو نومونه او د هغوي د ورکیدو د پیښې په اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.
بل لور ته په تاجکستان کې رسنۍ د درېیو امریکایانو د ورکیدو خبر ورکړی دی. د دغو راپورونو له مخې، د چهارشنبې په ورځ د امریکا د کولوراډو درې تنه د پامیر د غرونو په ملي بارک کې ورک شول.
راپورونه څرګندوي چې؛ د دغو درېیو خپلوانو په فیسبوک کې لیکلي دي، چې ، یو یې بین لک، بله مت کلیما او دریم هم نیت کلیما نومیږي او دوی د ټیلیفون له لارې په ایس ایم ایس کې د مرستې غوښتنه کړې وه، خو بیا وروسته له هغوي سره اړیکې قطع شو.
د ملي پارک مسوول شادي صالح جانوف ازادي راډيو ته وویل، د ژغورنې عمله د دغو ورکو شویو امریکایانو د پلټنې هڅې کوي.