یوه جګپوړي اروپایي ديپلومات وویل، لویدیځ حکومتونه پر دې فکر کوي چې ایران ته اجازه ورکړي، چې یوه اندازه یورانیم غني کړي، څو په دې ډول د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې یوه موافقه وشي.
له رویټرز سره په مرکه کې د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزیر لیناس لینکیفیسیوس وویل، که چیرته د تهران حکومت د ملګرو ملتو پلټونکو ته دا ثابته کړي چې د دوي اټومي هڅې یو مخ سوله ییزې دي، نو ایران ته به اجازه ورکړل شي چې د یورانیمو غني کولو ته دوام ورکړي.
د لینکیفیسیوس هېواد د اروپایي ټولنې مهالنۍ مشري کوي. ده وویل، دغه نظریه ښایي پسې پراخه شي.
ده د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني په مشرۍ د دغه هیواد نوی دریځ وستایه، خو د احتیاط خبره یې وکړه، ځکه چې د ده په وینا لا معامله نه ده شوې.