افغان کرکټ ملي ټيم به له کینیا سره دویمه یوه ورځنۍ لوبه سبا وکړي

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم به د ۲۰۱۵ کال نړېوال جام ته د ورتلو په خاطر له کینیا سره دویمه یوه ورځنۍ لوبه سبا وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک ازادي راډیو ته وویل، که افغانستان له کینیا سره د جمعې ورځې یو ورځنۍ لوبه وګټي په مستقیه توګه به د پنځوس اوره سیالیو نړېوال جام ته چې په اسټرالیا کې کیږي لار پیدا کړي.

افغانستان له دې مخکې د ۲۰۱۵ کال نړېوال جام ته د لومړي چانس د ورتګ یوه پنځوس اوره سیالۍ پرون له کینیا څخه په ډېر توپیر ګټلې ده.