د هلمند د ولایتي شورا انتخاباتو ته د کاندیدانو شمېر تر اوسه ۸۰ تنو ته رسیدلی

د هلمند په ولایت کې د ولایتي شورا انتخاباتو ته د کاندیدانو شمېر تر اوسه اتیا تنو ته رسیدلی دی، چې شپږ یې ښځې دي.

د هلمند د انتخاباتو د سیمه ییز کمیسیون رییس انجینیر عبدالهادي ازادي راډيو ته وویل، د کاندیدانو دا شمېره ښيي چې؛ خلک په انتخاباتو کې ګډون ته لیواله دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د وروستي راپور له مخې تر اوسه پورې په ټول افغانستان کې نږدې ۱۲۰۰ تنو د ولایتي شوراګانو لپاره ځانونه کاندید کړي.

خو د ناامنیو او ځینو نورو عواملو له امله لا هم په ځینو ولایتونو کې د ښځینه کاندیدانو شمیر نسبتاً کم دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تیره ورځ وویل چې د پکتیکا ولایتي شورا ته تراوسه هیڅ کومې ښځې ځان نه دی کاندید کړی.