د کورنیو چارو وزارت د دې وزارت درې مرستیالان نوي وټاکل او د شپږ ویشتو نورو لوړ رتبه افسرانو په دندو کې یې هم بدلون راوست.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې؛ د دې تغییراتو هدف په چارو کې ښه والی راوستل دي.
نوموړي وویل چې؛ جمال عبدالناصر د محافظت عامه او امنیتي تصدۍ د معین په توګه، محمدحیدر بصیر د تامیناتي معین په توګه، اکرام الدین یاور د اداري معین په توګه انتخاب شوي دي.
نوي معیینانو د پخوانیو هغو پر ځای ټاکل شوي چې؛ په دې وروستیو کې یې دندې ځنډول شوې وې.