د بارک اوباما او د اپوزیسیون جمهوري غوښتونکو د مشرانو ترمنځ خبرې ناکامه شوې

د امریکا د ولسمشر بارک اوباما او د اپوزیسیون جمهوري غوښتونکو د مشرانو ترمنځ خبرې چې هدف یې د امریکا د حکومتي ادارو د تړولو پای ته رسیدل دی، ناکامه شوې.

نن دریمه ورځ ده چې یو شمېر دولتي ادارې تړلې دي.

له خبرو وروسته د جمهوري غوښتونکود ګوند مشرانو او د اوباما د ډموکرات ګوند وکیلانو یو بل تورن کړل چې؛ خپل دریځ نه نرموي او د خبرو له لارې یوه جوړ جاړي ته له رسیدو ډډه کوي.

د دولتي ادارو د تړلو په نتیجه کې په سلګونو زره کارکونکي بې تنخوا کورونو ته استول شوي او تاریخي ځایونه او ملي پارکونه تړل شوي دي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له سي ان بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې خبرداری ورکړ چې تر هغو به له جمهوري غوښتونکو سره خبرې اترې ونه کړي ترڅو چې د ادارو د فعالیتونو لپاره د مالي مرستو او د پور د اندازې د لوړولو لایحه تصویب نه کړي:

(ترهغو پورې چی موږدا یقین نه وي حاصل کړی چې؛ کانګرس د خزانې وزارت ته اجازه ورکوي چې د هغو چارو لپاره پیسې ورکړي چې په خپله کانګرس ورته اجازه ورکړې، موږ به په خبرو اترو کې ګډون ونه کړو.)

د امریکا حکومت له کانګرس څخه غواړي چې د امریکا د پور اخیستو اندازه ۱۶ اعشاریه اوو تریلیون ډالرو ته لوړه کړي.

که د پورونو اندازه لوړه نشي، د متحدو ایالتونو دولت به له مالي پلوه دیوالي شي.