د ایران ولسمشرحسن روحاني وایي، اسراییل د ایران هغه نوی کمپاین په قهر کړی چې؛ د خپل اټمي لانجمن پروګرام په اړه یې له نړېوالې ټولنې سره پیل کړی دی.
د اسراییل صدراعظم بینامین نیتانیاهو روانه اونۍ په ملګرو ملتونو کې وویل چې؛ اسرایل په دې باور دی چې ایران تر اوسه پورې د اټمي وسلو د جوړولو هڅې مخ ته وړي او زیاته یې کړه چې؛ دا هېواد اټمي وسلو ته د ایران د لاس رسی د مخنیوي لپاره پوځي اقدام ته تیار دی.
د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون د کابینې غونډې ته وویل، دی د اکتوبر د میاشتې په نیمایي کې د نړۍ د قدرتونو او ایران ترمنځ خبرو ته هیله من دی.
ایران په دې خبرو کې په دې هدف ګډون کوي چې؛ پر ځان نړئوال بندیزونه چې ددې هېواد اقتصاد یې کمزوری کړی، لیرې کړي.
روحاني وویل، ایران د ده په وینا د یورانیمو د غني کولو د پروګرام پر جزیاتو خبرو کولو ته تیار دی خو زیاته یې کړه چې دا د ایران حق دی چې د یورانیمو غني کول مخ ته یوسي او دا د بحث وړ مساله نه ده.