امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: د افغانستان د انتخاباتو سیالۍ پیل شوې – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یي لیکې:
د افغان سایست وال عبدالله عبدالله کاندیدو د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره سیالۍ پیل کړې او د څو میاشتو هغه اوازې او اټکلونه یي روښانه کړل چې د ده مرستیالان به څوک وي.
وال سټریټ ژورنال لیکي: تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې یعني د یکشنبې د ورځې له ضرب الاجل مخکې به نور پیژندل کسان هم ځانونه کاندید کړي.
په دې کسانو کې د جمهور رئیس کرزي ورور قیوم کرزی، د بهرنیو چارو وزیر زلمي رسول، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د دفاع پخوانی وزیر جنرال رحیم وردګ او د مالیي پخوانی وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزی شامل دي.
ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د خلکو توقعات ډير زیات دي.
که چېرې انتخابات په سم ډول ترسره شي، دا به د دې هېواد په تاریخ کې په ډموکراټیک ډول د قدرت لومړنی انتقال وي.
وال سټریټ ژورنال لیکي: نن سبا په افغانستان کې د حکومت او خلکو ترمنځ فاصله ایجاد شوي او له دې څخه د افغانستان دښمنانو ګټه اخیستې ده.
ورځپاڼه وړاندې لیکي: عبدالله عبدالله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون کې د نوم لیکنې پر مهال وویل، موږ تمه لرو چې حکومت به د قانون درناوی وکړې او د کوم خاص کاندید د ملاتړ په مقصد باید حکومتي ادارې استعمال نه کړي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوست ورځپاڼې د افغانستان او عراق ترجمانانو ته په امریکا کې د اوسیدنې د ویزو ورکولو په اړه یو مضمون خپور کړی او لیکي:
د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس هغو ترجمانانو ته چې په افغانستان او عراق کې یي له امریکایي ځواکونو سره کار کړی، په امریکا کې د اوسیدو لایحه تصویب کړې، خو د دې کسانو په دوسیو باندې ډير زیات وخت تیریږي او دوي زیات منتظر پاته کیږي.
واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي: امریکایانو د افغانستان او عراق جګړې د هغو کسانو په ګډون چې ډموکراسۍ او ازادۍ ته ژمن دي، د افغانانو او عراقیانو په مرسته په خپلو وینو او پیسو سره پر مخ وړي دي.
افغانان او عراقیان په دې باور دي چې؛ د امریکا متحده ایالات چې څه وایي، هغه عملي کوي.