تحریک طالبان پاکستان اعلان کړی، که حکومت اوربند اعلان کړي دوي به یي رعایت کړي

د پاکستانې طالبانو غورځنګ (تحریک طالبان پاکستان) اعلان کړی، که چېرې حکومت لومړی اوربند اعلان کړي دوي به یي رعایت کړي.

د طالبانو دا اعلان د پاکستان د سني سخت دریځومذهبي مشرانو وفاق المدارس د چلوونکو د وړاندیز ځواب دی.

دغو مشرانو د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کي د طالبانو او حکومت تر منځ روانې مقابلې کورنۍ جګړې ته ورته حالت بللی و او له دواړو خواو څخه یي په ټینګه غوښتې وو چې سمدستي باید اوربند اعلان او د سولې خبرې پیل کړي.

د پاکستانې طالبانو یو ویاند شاهدالله شاهد د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ویلې، لومړی ګام باید حکومت پورته کړي او د جګړې د بندولو لپاره د طالبانو پر ضد پوځي عملیات باید بند کړي.