د بامیان سیمه ییز چارواکي وایي چې؛ یوه اندازه وسله او چاودیدونکي مواد یې د ډایاګ پروسې ته سپارلي دي.
د بامیان د والي د ویاند مرستیال محمد آصف مبلغ آزادي راډیو ته وویل چې؛ دغه مواد یې په روان لمریز کال کې له سیغان، شیبر، یاولنګ او یو شمیر نورو ولسوالیو راټول کړي دي.
هغه وایي، په دې موادو کې زر مرمۍ، اته پنځوس حلقې ماینونه، او یوه اندازه چاودیدونکي مواد شامل دي چې په بامیان کې د تخریبي کارونو لپاره ساتل شوي وو.
مبلغ وایي، پدې تړاو یې تر اوسه څوګ نه دي نیولي او په هکله یې تحقیقات روان دي.