د ملي امنیت عمومي ریاست وایي چې؛ د ولسي جرګې د غړې فریبا احمدي کاکړ تښتونکي یې نیولي دي.
د ملي امنیت د رسنیو دفتر وایي چې؛ فریبا کاکړ د خپل ورور نور احمد او یوه بل کس له خوا چې روح الله نومیږي تښتول شوې وه.
د ملي امنیت ریاست وایي چې؛ نیول شویو دواړو کسانو خپل جرم منلی او ویلي یې دي چې دغه کار یې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو د یو قوماندان په امر کړې دی.
فریبا احمدي کاکړ شاوخوا دوه میاشتې مخکې کله چې له کندهار نه کابل ته راتله د غزني په لاره کې وتښتول شوه او شاوخوا یوه میاشت د تښتوونکو په ولکه کې وه.
میرمن کاکړ ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې؛ افغان حکومت د هغې د راخوشې کیدو په بدل کې د طالبانو یوولس تنه ملګري خوشې کړل.