د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د وینزوویلا درې تنه ډپلوماټان یي له دغه هېواد څخه د درېیو امریکایي ډپلوماټانو د شړلو په غبرګون کې ایستلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته وویل، په واشنګټن کې د ونیزوویلا د سفارت دوو کارکوونکو او یو بل ډپلومات ته چې د تګزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د وینزوویلا په قونسلګرۍ کې کار کوي، اته څلویښت ساعته وخت ورکړ شوی چې له امریکا څخه ووځي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي، دوي خواشیني دي چې وینزوویلا امریکایي ډپلوماټان، د دوي په وینا، د بې اساسه ادعاو پر اساس ایستلي دي.
د وینزوویلا جمهور رئیس نیکولاس مدورو له دې مخکې ویلي و، که چیرې امریکایي ډپلوماتان د دې هېواد د بي ثباته کولو هلو ځلو ته دوام ورکړي، دی به له واشنګټن سره اړیکو ښه کولو ته زړه ښه نه کړي.