د امریکا د حکومت یوه برخه د دوهمې ورځې لپاره هم بنده ده او دا ځکه چې په کانګرس کي جمهوریت غوښتونکې او ډموکرات وکیلان د لګښتونو د پلان پر سر له توافق څخه ډیر لري دي.
سپینې ماڼۍ ویلي، جمهور رئیس بارک اوباما به هره هغه کوچنۍ لایحه ویتو کړې چې؛ له مخې یي د پارکونو او متقاعدینو لپاره د پیسو په ګډون د حکومت ځینو برخو ته بودجه په کې ورکول کیږي.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، د دې ډول لایحې یا لایحو هلې ځلې جدي نه دي او د حکومت د پرمخ بیولو لار هم نه ده.
د ملي موزیمونو او د ازادۍ د مجسمې په ګډون زیات شمېر فدرال ادارې تړلې دي.
دغه راز په سلونو فدرال کارکوونکو او مامورینو ته ویل شوي چې؛ له معاشونو پرته دې په کورونو کې کیني. په عین حال کې د کانګرس د وکیلانو او جمهور رئیس معاشونه اجرا کیږي.
د متحده ایالاتو مشرانو ډاډ ورکړی چې د ملي امنیت او ساتنې عملیات به دوام ولري او نه به تړل کیږي، خو چارواکي وایي، د دفاع وزارت په زرونو ملکي کارکوونکو په ګډون، د امنیتي ادارو کارکوونکو ته هم ویل شوي چې؛ کارونو ته دې نه ځي.
جمهور رئیس بارک اوباما په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکی ګوند وکیلان تورن کړي چې؛ په تیرو ۱۷ کالو کې یي د لومړي ځل لپاره د حکومت یوه برخه په ټپه درولې ده.
دی وایي، جمهوریت غوښتونکو وکیلانو د اوباما د روغتیا د پلان چې د Obamacare په نامه مشهور شوی، یوه مفکوروې جګړه پیل کړې ده.