احمدزی: افغان ځواکونه د هېواد امنیت سمبالولای شي

د حقیقت څه دی په دې پروګرام کې د امنیتي انتقال د کمیسیون پخوانی مشر او له امریکا سره د امنیتي سند له افغان مرکچی ډاکتر اشرف غني احمدزي سره د امنیتي ځواکونو په وړتیا او د امنیتي سند په وروستیو پرمختګونو غږیدلي یو.

ډآکتر اشرف غنی احمدزی وایي چې؛ افغان ځواکونه دا مهال د ټول هېواد په کچه د عملیاتو رهبري په غاړه لري او کولای شي چې؛ د بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته هم د هېواد امنیت سمبال کړي.

ښاغلی احمدزی وایي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي سند تخنیکي مسایل هم نهایي شوي او یوازې د ولسمشر حامد کرزي او ولسي جرګې پریکړو ته منتظر دی.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟