ټاکل شوې ده چې؛ نن په شارجه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کینیا د کرکټ له ملي ټیم سره یوه ورځنۍ لوبه وکړي.
که چیرته افغانستان په ننۍ لوبه کې کینیا ته ماتې ورکړي او بیا د جمعې په ورځ په بله لوبه کې هم کینیا ته شکست ورکړي، نو د کرکټ نړیوال جام لوبو ته به لاره پیدا کړي.
ټاکل شوې ده چې د پنځوسو اورونو نړیوال جام لوبې د دوه زره پنځلسم کال په فبروري او مارچ میاشتو کې په استرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره شي.
تر دغو دوو لوبو مخکې د دوشنبې په ورځ په شارجه کې د شل اورونو په لوبه کې افغانستان کینیا ته د یوسل او شپږ منډو په توپیر ماتې ورکړه.