د امریکا جمهور رییس بارک اوباما په یوه ویډیویي پیغام کې وویل؛ یو فرمان یې لاسلیک کړی چې؛ له مخې به یې ټولو عسکرو او پوځیانو ته په خپل وخت معاشونه ورکول کیږي. ده وویل، په افغانستان او نورو ځایو کې د امریکایي عسکرو عملیات به دوام وکړي:
"د افغانستان په څير ځایو کې به زموږ پوځي عملیات دوام وکړي. که چېرې تاسې د خطر په حالت کې خدمت تر سره کوئ؛ موږ به ډاډ حاصل کړو چې تاسې هغه څه تر لاسه کړئ چې د ماموریت د پرمخ بیولو لپاره ورته اړتیا لرئ.
کارنګرس هغه لایحه تصویب کړې او زه یې لاسلیکوم چې د قانون بڼه غوره کړي او له مخې به یې تاسې خپل معاشونه په خپل وخت تر لاسه کړئ. موږ به په تاسو او ستاسو په کورنیو باندې د هر بندښت د اغیز په اړه کار او غور ته دوام ورکړو."
جمهور رییس اوباما د فدرالې ادارو له تړل کېدو مخکې خبرداری ورکړ چې؛ دا کار به د دې هېواد په اقتصاد د نظر وړ اغیز وکړي.