د بنګله دیش حکومت د اصلي مخالفې ډلې مرستیال مشر د ۱۹۷۱ کال د خپلواکۍ پر مهال د جنګي جرمونو په جرم په اعدام محکوم شو.
د جنګي جرمونو محکمې په "ډاکه" کې د بنګله دیش د ملي ګوند مرستیال "صلاح الدین قادر چودري" په قتلونو او ډله ییزې وژنو محکوم کړ.
له دې مخکې، دغې محکمې د جماعت اسلامي ډلې مشر هم په اعدام محکوم کړی و او له امله یې په بنګله دیش کې شخړې رامنځ ته شوې وې.
جماعت اسلامي او د بنګله دیش ملي ګوند د خپلو مشرانو محکومېدل سیاسي دسیسه بللې ده.
د جنګي جرمونو محکمه په ۲۰۱۰م کال کې د واکمن ګوند "عوامي لیګ" له خوا جوړه شوې وه.
جماعت اسلامي ډلې چې په ۱۹۷۱ کال کې یې له پاکستان څخه د بنګله دیش د خپلواکۍ اخیستو مخالفت کاوه؛ د ۲۰۰۱ کال انتخاباتو کې یې له ملي ګوند سره په ایتلاف جوړولو؛ عوامي ګوند ته ماتي ورکړې وه.