امریکا د خپلو ګڼ شمېر ادارو د فعالیت پر بندولو پیل وکړ

د امریکا حکومت وروسته له هغه د خپلو ګڼ شمېر ادارو د فعالیت په بندولو پیل وکړ چې؛ کانګرس د حکومت د فعالیت د دوام لپاره د موقتې بودجې په تصویب کې پاتې راغی.

د کابل په وخت د سهار له اته نیمو بجو وروسته چې په واشنګټن کې نیمه شپه ده؛ د سپینې ماڼۍ د بودجې دفتر فدرال ادارو ته هدایت ورکړ چې؛ خپل فعالیت له یوه نظم سره سم بند کړي.

په تېرو اولسو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې؛ د امریکا فدرال حکومت په کانګرس کې د بودجې د لایحې په اړه په توافق کې د پاتې راتلو له وجې د حکومتي ادارو فعالیت ځنډوي.

له نن وروسته ډېر شمېر غیرضروري خدمات به لږترلږه په موقتي ډول بند شي او سلګونه زره مامورینو ته ویل شوي چې؛ په کور کې پاتې شي.

په دې ډله کې هغه موسسې نه راځي چې فعالیت یې د امریکا د ملي امنیت او د خلکو د مصوونیت لپاره مهم ګڼل کېږي؛ لکه د هوايي ترافیک کنټرول. دا معلومه نه ده چې د امریکا د حکومت په فعالیت کې ځنډ به د څومره وخت لپاره دوام وکړي.