عبدالجبار نعیمي: د لیستونو خپرول باید بې اتفاقۍ ته لمن و نه وهي


نجیب الله الوخېل

خوست والي وايي، که چیرې د کمونیست حکومت په لومړیو کالونو کې د وژل شویو پنځه زره کسانو د نوملړ خپرول د دې له پاره وي، چې جنګي جنایتکارانو محاکمې ته لار پرانیستل شي، ټول ملت يې ملاتړ کوي، خو که د خلکو په منځ کې د بې اتفاقیو د پیدا کیدو له پاره وي، نو دا ډول هڅې به هیڅ ځای ونه نیسي، نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د وژل شویو د فاتحې او غیابي جنازې په مراسمو کې وکړې.

هغه مراسم چې د ۱۳۵۷ همدارنګه ۱۳۵۸ لمریزو کالونو په موده کې د روس پلوه حکومت د څارګرې ادارې اګسا چې د افغانستان د ګټو ساتونکې ادارې مفهوم يې افاده کاوه، له خوا وژل شوي دي او په دې وروستیو کې د هالنډ حکومت لویې څارنوالۍ د ۵۰۰۰ قربانیانو لیست خپور کړ، د یاد او غمرازۍ همدارنګه غیابي جنازې د ترسره کیدو له پاره د خوست په مرکزي جامع جومات کې جوړ شوي ول، په کې خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، که چیرې د دا ډول لیستونو خپرول د دې له پاره وي تر څو هغه کسان محاکمه شی، چې قتلونه يې کړي او یا د افغانانو په قتلونو کې يې لاس وو، نو ټول ملت يې ملاتړ کوي، خو که چیرې د افغانانو د بې اتفاقۍ او د دوی د دردونو د تازه کولو په نیت وي،نو هغه دې په دې پوۍ شي چې دا ډول تلاشونه بې ځایه دي:

((که په دې نیت باندې وي، چې صرف هغه کسان چې قتل يې کړئ، هغه چا چې په دې قتلونو کې رول لوبولی دی، که د هغوی د محاکمه کولو له پاره وي، ټول ملت يې ملاتړ کوي، اما د دې لیستونو څخه باید د دې استفاده و نه شي، چې زموږ افغانان بېرته بې اتفاقه کړي، د دې نوم څخه دا استفاده و نه شي، چې دردونه راپیدا کړي، موږ نن د هغه حالت نه راوتلي یو، نه چا ته د دې اجازه ورکوو، نه دې په دې لاره کې څوک د شیطانۍ تلاش وکړي او که کوي يې بې ځایه تلاش کوي.))

د هالنډ هېواد لويې څارنوالۍ څو ورځې مخکې د هغو پنځو زرو افغانانو نومونه خپاره کړل، چې په افغانستان کې د کمونيستي رژيم پر مهال په اولو دوو کالونو کې وژل شوي دي، یاد حکومت نوموړی لیست دوی سره د يوه پناه غوښتونکي افغان امان الله، چې په اګسا اداره کې يې د تحقیق د رئیس په توګه دنده اجراء کړې وه، د څرګندونو پر بنسټ چمتو کړى دى، نوموړي د دې له پاره د اګسا د استخباراتي شبکې پر وژنو او شکنجه کوونو اعتراف وکړ، چې غوښتل يې د پناه اخيستلو غوښتنليک يې ومنل شي.

د خوست په مراسمو کې د قربانیانو د کورنیو په استازیتوب محمد نصیر حسن چې په خپور شوي لیست کې د پلار نوم هم دی او پلار يې په هغه وخت کې په بګرام کې د پوځي روغتون د سرطبیب په توګه دنده اجراء کوله وویل، چې په دې موده کې يې ډېر تکلیفونه زغملي، خو د پلار په قربانۍ يې ویاړي:

((د نن نه ۳۴ کاله مخکې زما پلار په بګرام روغتون کې د سرطبیب په توګه دنده اجراء کوله او په لوړه ایماندارۍ، صداقت او اسلامیت يې خپله دنده پرمخ بیوله، په همدې وخت کې لا درکه شو، دا دی اوس يې د شهیدانو په لیست کې نوم خپور شو، زه د خپل پلار په شهادت ویاړم، موږ ماشومان ځیني پاتې شو، دا دی د اوږدو کالونو ویرونو او بدبختیو وروسته د خپل شهید پلار په فاتحه کې برخه اخلم، له تاسو ټولو د زړه له تله مننه کوم، چې موږ سره مو په دې محفل کې ګډون وکړ.))

د حاجي منډایر په نوم د خوست یو تن اوسیدونکي چې د هغه پلار هم په دې وخت کې د واکمن نظام له وژل شوی، په خپلو خبرو کې له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د نوموړو وژنو او شکنجه کوونو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري:

((د افغانستان د اسلامي جمهوریت له محترم جمهور رئیس څخه موږ دا غوښتنه کوو، لکه څرنګه چې لیستونه د هالنډ هېواد څخه خپاره شول یا وروسته ممکن نور لیستونه هم خپاره شي، په همدې توګه هغه چا چې په ډېر ضالمانه او جابرانه ډول دا ظلم کړی دی، دا باید دقانون منګولو ته وسپارل شي، وروڼو که دا درته ووایم چې زما پلار ته په شکنجه کولو کې والله که یو نوک ورپاتې وي، والله دومره ظلم يې پرې کړی دی، چې هغه هېڅ د بیانولو نه دی.))

د یادونې وړ ده افغان حکومت د دوشنبې ورځ د روس پلوه رژيم د واکمنۍ په اولو کالونو کې د څارګرې ادارې (اگسا) له خوا د پنځه زره وژل شوو افغانانو د ياد اوغمرازۍ لپاره اعلان کړې او ويلي يې دي، چې د افغانستان بيرغ به په دې ماتم کې د دوو ورځو لپاره نيم ځوړند وي.