د امریکا حکومت په عراق کې د تشدد وروستۍ پېښې غندلې دي. د عراق په شیعیه مېشتو سیمو کې پرون د بمي حملو یوې لړۍ چې؛ ډېره برخه یې موټربم چاودنې وې، څه باندې پنځوس کسان ووژل.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویاندې "جېن ساکي" دا بریدونه زړه بوګنوونکي او شرموونکي وبلل او ویې ویل، هغه تروریستان چې دا حملې کوي د امریکا، عراق او نړیوالې ټولنې ګډ دښمنان دي.
د عراق سني افراطي وسله والې ډلې چې؛ ګومان کېږي، په دې هېواد کې د شیعیه ګانو پرضد د فرقوي تاوتریخوالي د پراخولو هڅه کوي؛ په دې حملو مشکوک ګڼل کېږي.
د اسوشيېټډپرېس خبري اژانس د احصایې له مخې له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې په عراق کې د تشدد په دې پېښو کې له څلورنیم زرو زیات کسان وژل شوي دي.