د سعودي عربستان یوه ډاکتر د دې هېواد د یوه مخکښ دیني عالم دا جنجال پارونکې ادعا رد کړې چې؛ ویلي یې دي، د ښځو له خوا د موټر چلول د هغوی رحم او د اولاد پیداکولو په برخه کې د ښځو روغتیا ته زیان رسوي.
د ښخو د روغتیا په برخه کې د سعودي متخصص ډاکټر "محمد بکنان" له یوه خصوصي تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې؛ د روغتیا په برخه کې شوو تحقیقاتو کې تر اوسه دا نه ده ثابته شوې؛ چې د موټر چلول د ښځې د اولاد پیداکولو پر توان بد اغیز لري.
د سعودي عربستان یو مشهور عالم "شیخ صالح لوحیدان" تېره شنبه ویلي وو چې؛ د ښځو موټر چلول د هغوی رحم ته زیان رسوي او ماشومان يې د ولادت پر مهال له ځانه سره روغتیايي ستونزې لرلی شي.
دا په داسې حال کې ده چې، فعالانو په سعودي عربستان کې د ښځو پر موټر چلولو د بندیز پر ضد کمپاین پیل کړی او پر ښځو يې غږ کړی چې؛ د دې بندیز پر وړاندې د اعتراض په توګه د اکتوبر په ۲۶ په ټول سعودي کې موټر وچلوي.