اسراييل: امریکا دې پر تهران خپل فشار ته دوام ورکړي

د اسرایل صدراعظم د امریکا له ولسمشر غوښتي چې؛ پر ایران لګول شوي بندیزونه په خپل ځای وساتي.

د اسرایل صدراعظم بینیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر باراک اوباما د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې له یو بل سره کتنه وکړه.

نتنیاهو وویل، ایران د اسرایل لپاره یو ګواښ دی.

په دې وروستیو کې د تهران او واشنګټن په اړیکو کې ښه والي اسراییل اندیښمن کړی دی.

د اسرایل صدراعظم د متحده ایالاتو له ولسمشره غوښتنه کړې چې؛ پر ایران خپلو فشارونو او بندیزونو ته دوام ورکړي.

بنیامین نتنیاهو تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې له جمهور رئیس اوباما سره د کتنې پر مهال وویل، ایران غواړي اسراییل له منځه لاړ شي:

"ایران د اسرایل د وروانو لپاره متعهد دی. نو د اسرایل لپاره وروستۍ ازمیښت به له ایران سره داسې یوه موافقه وي چې دا هېواد په هر حالت کې په بشپړه توګه اټمي پوځی پروګرام ونه لري."

د اسراییل اندیښنه وروسته له هغې زیاته شوې چې؛ نزدې له درې لسیزو راهیسې د لومړي ځل لپاره په بې سابقه ډول د ایران او امریکا په اړیکو کې بدلون راغی.

دغه راز د امریکا او د ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې دیرش کاله وروسته له یو بل سره کتنه وکړه او دواړو لورو دا خبرې ګټورې وبللې.

د اسرایل صدراعظم ویلي، د ایران نوی حکومت غواړي په یو ډول سره نړیوالې ټولنې ته فریب ورکړي.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما له نتنیاهو سره په کتنه کې وویل چې هیواد د اسرایل امنیت ته ژمن دی او د هغه په وینا دا هیواد او نوره نړۍ باید له اټومي ګواښ سره مامخ نه وي:

"له کله نه چې ما کار پیل کړی ما او صدراعظم بینیامین نتنیاهو موافقه کړې چې دا حتمي ده ایران باید اټومي وسلې جوړې نه کړي.

دا د امریکا د امنیت لپاره مهمه ده، د اسرایل د امنیت لپاره مهمه ده او د نړۍ امنیت ته مهمه ده ځکه موږ نه غواړو چې د نړۍ په تر ټولو بې ثباته سیمه کې د اټومي وسلو ماشه کشه کړو."


زیاتره کتونکي په دې باور دي چې؛ پر ایران د نړېوالو بندیزونو د دې هېواد نوی مشرتابه دې ته اړ کړې چې؛ د خپل هېواد د اقتصادي وضیعت د رغولو لپاره له لویدیځ سره نرمه لهجه او لاره غوره کړي.