د امریکا چاپ فارن پالیسي خپرونه په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې لیکي؛ یو شرکت چې د پنټاګون سره قرارداد لري د زیاتو کلونو راهیسې د ایران د لارې څخه په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته اکمالات کوي.
د انهام په نوم دا شرکت د امریکا د دفاع وزارت سره د څو ملیاردو ډالرو په ارزښت قرارداد لري.
د دې شرکت مسوولینو ویلي، له دې چې مواد يې په غیرقانوني لاره یعنې د ایران له خاورې افغانستان ته لیږدول کیږي تازه خبر شوي دي.
خو د هغو اسنادو له مخې چې فارن پالیسي خپرونې ته رسیدلي؛ ویل کیږي چې، انهام شرکت د تیرو اتلسو میاشتو راهیسې په دې مساله خبر و؛ خو د مخنیوي لپاره یې کار نه کاوه.