ټاکل شوې ده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د متحده اماراتو په شارجې ښار کې د کینیا له لوبډلې سره یوه شل اوره لوبه و کړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دواړه لوبډلې به له نن ورځې څخه د اکټوبر تر یوولسمې نیټې پورې پنځه ځلې خپلو کې مسابقې وکړي.
له دې جملې څخه دوه یوه ورځنۍ لوبې د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري؛ ځکه که افغان ټیم یې وګټي نو نړیوال جام ته به لاره ومومي.
د یو بل خبر له مخې د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي؛ ټاکل شوې ده د فوټبال دولس کلنو ملي لوبډله د آسیا د فوټبال د دولس کلنو ټیمونو په فستیوال کې د ګډون لپاره سبا کوریا ته ولاړه شي.