د کمونیسټي رژیم له خوا د ۵۰۰۰وژل شوو کسانو د فاتحې او ویر مراسم

افغان حکومت د وخت د کمونیسټي رژیم له خوا د پنځو زرو وژل شوو کسانو د فاتحې او یاد مراسم په کابل او ځینو ولایتونو کې لمانځي.

د وزیرانو شورا د چارو اداره وایي، چې د فاتحې او دعا دغه مراسم نن په ټولو ولایتونو کې ترسره شول.

په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په 1357 او 1358 کلونو کې د وژل شوو کسانو د کورنیو پاته غړو له حکومت او نړېوالې ټولنې وغوښتل، چې د دغه لوی جرم عاملین محاکمه او له کارونو یې هم ګوښه کړي.

د هالنډ لویې څارنوالۍ په دې وروستیو کې د هغو شاوخوا پنځو زرو کسانو لست خپور کړی چې؛ په یادو کلونو کې د کمونیستي رژیم له خوا په افغانستان کې وژل شوي وو.

په 1357 او 1358 کلونو کې د پنځو زرو وژل شوو کسانو خپلوان غواړي، چې د دې وژنو عاملین محاکمه شي خو افغان حکومت کوښښ کوي، چې د دعا او فاتحې په مراسمو سره د اوس لپاره دې مسالې ته ځواب ووايي.

د وزیرانو شورا او د چارو د ادارې د ارزونې د څانګې رئیس احسان طاهري د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د فاتحې او دعا مراسم په ټولو ولایتونو کې اجرا کیږي.

ښاغلی طاهري وایي، د حکومت له مخکینۍ پریکړې سره سم به په همدې خاطر د دوو ورځو لپاره د افغانستان ملي بیرغ په هېواد کې دننه او دباندې په نیمه ډول ځوړند دی.

“دا د افغانستان د بې مزاره شهیدانو د یادونې مراسم دي. په دې مراسمو کې چارواکې، د افغانستان خلک او مشران ټوله ګډون کوي. دا مراسم په ګډه د دولت او خلکو له خوا په بېلابېلو ځایونو کې نیول کیږي.”

د هالنډ لویې څارنوالۍ نژدې دوې اونۍ مخکې د هغو پنځو زرو افغانانو لسټ خپور کړ، چې شا او خوا 35 کاله پخوا د وخت د کمونسټي رژیم لخوا وژل شوي وه.

په دې لیست کې د هغو کسانو نومونه لیکل شوي، چې د 1357 او 1358 کلونو په منځ کې د کمونسټي رژیم د استخباراتي ادارې اګسا له خوا وژل شوي دي.

افغان حکومت ددغو کسانو د وژل کېدو په یاد په کابل کې د څرخي پله په سیمه کې د یادګاري څلي او جامع جومات د جوړولو پریکړه کړې.

خو د وژل سوو کسانو خپلوانو په تیرو نژدې دوو اونیو کې په بیلا بیلو ولایتونو کې غونډي او مظاهرې کړي او د وژل سوو کسانو د قاتلینو د محاکمه کولو غوښتني یې کړي.

د دغو کسانو له ډلې یو شمېر یې د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې ادعا وکړه، چې دغه ډول قاتلین اوس هم په لوړو دولتي پوسټونو کې کار کوي او ممکن ځینې یې راتلوونکو انتخاباتو ته هم کاندید شي.

دوی له افغان حکومت او نړیوالي ټولني غواړي، چې ددغو کسانو د کاندیداتورۍ مخنیوی وکړي.

همدرانګه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ولسي جرګې غړو هم په عمومي غونډه کې له حکومته وغوښته، چې د یادو وژنو عاملین محاکمه کړي.

تر دې مخکې د انتقالي عدالت د همږغۍ ډلي هم له حکومته غوښتي وه، چې انتقالي عدالت پلی کړي او د بخښني او ملي روغي جوړي قانون دي ځکه لغوه کړي، چې د دوی په خبره د بشري حقونو سرغړونکو ورسره له قانونه معافیت پیدا کړی دی.

خو تر دې مخکې د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکو ویلي وو چې افغان دولت د هیواد په اوسنیو شرایطو کې له عدالت څخه د ثبات مسلې ته ترجیح ورکوي.

معصوم میوند- کابل