د عراق په بغداد کې بمي چاودنو ۴۰ تنه ووژل او تر سلو زیات یې ټپیان کړل

د عراق په مرکز بغداد کې په بمي چاودنو کې نن څلویښت تنه ووژل شول او تر سلو زیات زخمیان شوي دي.

چارواکي وايي، چاودنې د ښار په هغو سیمو کې شوې چې زیات شیعه ګان اوسي.

ویل کیږي چې، تر ټولو خونړۍ چاودنه د صدر په سیمه کې شوې.

د عراق په مرکزي سیمو کې د فرقه يې اختلافاتو له امله د داسې پيښو زیاتیدو دا ویره پیدا کړې چې؛ ښايي دا هېواد یو وار بیا (دوه زره شپږم او اووم) کلونو ته ورته د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ د تشدد ښکار شي. هغه مهال زرهاوو تنه په عراق کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ د نښتو قرباني شول.