په کمونیستي نظام کې د ۵زرو وژل شویو کسانو لپاره د فاتحې مراسم ترسره کیږي

ټاکل شوې ده، نن په کابل او د هیواد په ټولو ولایتونو کې د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو د وژل شویو پينځه زره کسانو لپاره د دعا او فاتحې مراسم ترسره شي.

جمهوري ریاست امر کړی چې په همدې مناسبت دي په هیواد کې دننه او بهر د افغانستان بیرغ نیم ځوړند وي.

د هالنډ لویې څارنوالۍ لس ورځې مخکې د هغو پینځه زره افغانانو لسټ خپور کړ؛ چې شاوخوا پینځه دیرش کاله مخکې د وخت د کمونستي رژیم له خوا وژل شوي وو.

د دې لسټ خپریدو د قربانیانو د کورنیو او مدني سازمانونو غبرګونونه را و پارول؛ چې د مظاهرو او غونډو په جوړیدو سره یې له حکومته د دې وژنو د عاملینو محاکمه کیدل وغوښتل.