ټاکل شوې د کيمياوي وسلو د څارونکو يوه شل کسيزه ډله نن دمشق ته روانه شي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جمعې په ورځ د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان ته دستور ورکړ چې؛ له سوريې سره مرسته وکړي څو د ٢٠١٤م کال تر نيمايي پورې خپلې کيمياوي وسلې له منځه يوسي.
دغه سازمان به د اکتوبر تر پايه د سوريې په اړه يو راپور برابر کړي.
د سوريې ولسمشر بشارالاسد ژمنه کړې، چې د خپل هېواد اټمي وسلې به د امنيت شورا له پرېکړه ليک سره سمې، له منځه وړي.
وروسته له هغه چې دمشق ته نژدې د زهرجنو ګازو په يوه حمله کې په لسګونو کسان ووژل شول؛ د سوريې رژيم تاييد کړه چې، کيمياوي وسلې لري.
واشنګټن وويل، چې د اګست د ٢١مې نېټې دغه بريد د سوريې د رژيم له خوا شوى او د غچ اخيستنې د بريدونو ګواښ يې وکړ.
په عين حال کې د دمشق په شا و خوا کې تر ٤٠ زياتو ډلو پرون اعلان وکړ چې؛ د جيش الاسلام په نامه د يوې لويې ډلې تر چتې لاندې سره يولاس شوي دي.