راپورونه وايي، ایران موافقه کړې چې په ارجنټاین کې د ۱۹۹۴ م کال د بمي حملو په اړه تحقیقاتو کې به همکاري کوي.
په دغه پیښه کې چې؛ په بونس ایرس کې د یهودانو په مرکز شوې وه ۸۵ کسان وژل شوي وو.
د ارجنټاین مقامات وايي، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډو کې کتنه وکړه او د یادې پیښې په اړه يې د ګډو پلټنو ژمنه وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل تهران به د یادې حملې په اړه په تحقیقاتو کې د همکارۍ په ټولو برخو کې مرسته وکړي.
د ارجنټاین یوې محکمې له دې وړاندې ایران تورن کړی و چې؛ د یهودانو په مرکز باندې په شوې حمله کې لاس لري.