پاکستاني چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په پیښور ښار کې نن یوې چاودنې لږ تر لږه ۳۳ کسان وژلي او لسګونه نور يې ژوبل کړي دي.
چاودنه په قصه خوانۍ بازار کې د پولیسو یوه مرکز ته نزدې شوې ده.
راپورونه وايي چې؛ په وژل شوو کې ۶ ماشومان او دوه ښځې هم شامل دي.
په عین حال کې د پیښور مرستیال کمشنر د دوه چاودونو خبره کوي.
پولیس وايي، په دې اړه تحقیقات کوي چې په چاودنه کې له موټر څخه کار اخستل شوی او که څنګه.
دا په تیره یوه اونۍ کې په پیښور کې دریمه لویه چاودنه ده چې له سلو زیات کسان په کې وژل شوي دي.
په پاکستان کې تاوتریخوالي په داسې حال کې زور اخستی چې حکومت غواړي له وسله وال وسخت دریځو سره د سولې خبرې پیل کړي.