په ننګرهار کې تبليغيانو دوه تنه قاتلين سنګسار کړي دي

د ننګرهار د ولایت ویاند احمدضيا عبدالزي ازادۍ راډیو ته ویلي، چې تېرماخستن شاوخوا نهه بجې دوه تنه وسله وال د تبليغيانو مرکز ته ورننوتل او هلته پر يوه کس يې وسله وال برید وکړ، چې په دغو ډزو کې يې یو تن وژلی او درې تنه نور زخميان شوي دي.

عبدالزی وايي، چې له دې پيښې وروسته تبليغ ته راغلو کسانو پر یادو وسله والو د کاڼو وارونه شروع کړل، چې ځای پر ځای يې سنګسار کړل.

تر اوسه د دې پيښې اصلي لامل نه دی معلوم، چې دغو وسله والو د څه لپاره پر خلکو ډزې کړي.