د مصر يو سرتېرى د سينا‌ء په ټاپووزمه کې په ډزو ووژل شو

د مصر يو سرتېرى د سينا‌ء په ناکراره ټاپووزمه کې په ډزو ووژل شو.

مصري چارواکو پرون وويل چې دغه ٢٢ کلن سرتېرى پر ټټر لګېدلى دى. دغه حمله په شمالي ښارګوټي شيخ زوايد کې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د مصر پوځي ځواکونو له يوې اوونۍ راهيسې په سيناء ټاپووزمه کې د سخت دريځو وسلوالو پرضد پراخ علميات پيل کړي دي.

راپورونه وايي، چې اپاچي ډوله څرخي الوتکو د شيخ زوايد په شا و خوا کې د سخت دريځو پر پناه ځايونو حملې کړې دي.

په سيناء کې ګڼ شمېر پوليس او د پوځ سرتېري وژل شوي دي.

د مصر د ولسمشر محمد مرسي تر بندي کېدو وروسته په مصر کې تاوتريخوالى زيات شوى دى.