د منځني ختیځ د سولې لپاره څلورو سترو طاقتونو په فلسطینیانو او اسراییلو غږ وکړ چې؛ په راتلونکي کال کې یوه حل ته د رسېدو لپاره دې جدیت وښیي.
د ملګرو ملتونو، امریکا، روسیې او اروپایي اتحادیې مشرانو د جمعې په ورځ د عمومي اسمبلۍ د څنډې په یوه بیان کې وویل؛ اسراییل او فلسطین باید هر ممکن ګام پورته کړي چې؛ د امریکا په منځګرتوب د سولې روانې خبرې بریالۍ شي.
د سولې لپاره څلورو سترو طاقتونو دغه راز په دواړو اړخونو غږ وکړ؛ هېڅ داسې عمل دې نه کوي چې، اعتماد له منځه یوسي او یا هم د خبرو په نتیجو مخکې له وخته قضاوت وکړي.