د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د عامو وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده، چې په کې لس تنه عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چاودنه نن سهار د غزني په "ده يک" ولسوالۍ کې له عامو وګړو پر يوه ډک موټر شوې ده، چې په کې درې تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي. په ژوبلو شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، پېښه نن سهار د اوو بجو په شاو خوا کې شوې ده.
دی وايي، وژل شوي کسان يو موټر چلوونکی او دوه کليوال دي او په ټپي شويو کې بيا د دوو تنو روغتيايي حالت نازک بولي.
چارواکي د سړک پر غاړه د ماين خښول د طالب وسله والو کار بولي، خو دغې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.