د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د جمعې په ورځ په پیکنګ کې د چین له جمهور رییس "شي جین پینګ" او د دې هېواد له صدراعظم "لیي قیکیانګ" سره د خلکو په ستر تالار کې جلا جلا وکتل.
چینایي مشرانو جمهور رییس کرزي ته وویل؛ چین په افغانستان کې د سولې، ثبات او امنیت د هلو ځلو او دغه راز له امریکا او نورو هیوادو سره د افغانستان د ستراتیژیکي او امنیتي همکاریو د تړونونو ملاتړ کوي.
د افغان او چینیایي مشرانو د خبرو په اجنډا کې یوه مهمه مساله د افغانستان د عینک د مسو د کان پروژه وه چې؛ یوې چینایي کمپنۍ ته په اجاره ورکړ شوې ده. د دغې پروژې کارونه د امنیتي دلایلو له امله تر اوسه نه دي پیل شوي.